په ناسته کې په تکنالوژۍ او یو شمېر نورو مهمو پروژو هر اړخیزې خبرې وشوې. ښاغلي مختار وویل، په پام کې ده، چې د افغانستان په هر ولایت کې د کامرو پرمختللی سیستم فعال کړو. دغه راز هغه زیاته کړه، چې مونږ ته داسې پروژې د منلو دي، چې د کیفیت او قیمت له اړخه
په ناسته کې په تکنالوژۍ او یو شمېر نورو مهمو پروژو هر اړخیزې خبرې وشوې. ښاغلي مختار وویل، په پام کې ده، چې د افغانستان په هر ولایت کې د کامرو پرمختللی سیستم فعال کړو. دغه راز هغه زیاته کړه، چې مونږ ته داسې پروژې د منلو دي، چې د کیفیت او قیمت له اړخه غوره وي. د Huawie (هواوي) کمپنۍ مشر ښاغلي ویکتور هم خبرې وکړې هغه وویل، موږ ژمن یو چې د ا،ا،ا تر چتر لاندې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې کار وکړو. نوموړي زیاته کړه، چې مونږ د ا،ا،ا د چارواکو او ساتونکو له ښه تعامل څخه منندوی او خوښ یو. په پای کې ښاغلي عبدالله مختار د یادې کمپنۍ استازو ته د هر راز امنیت او همکارۍ ډاډ ورکړ.