د سپین بولدک له لارې زرګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

د سپین بولدک له لارې زرګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

کندهار سيمه ييزو مسوولين وايي چې په تېرو پنځو ورځو کې ۳۸ زره ۶۶۴ تنه چې ۶ زره ۱۳۸ کورنۍ کېږي؛ د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه کسان هېواد ته له رستنېدو سره سم، د سپین بولدک د کډوالو چارو آمریت کې ثبت او راجسټر شوي

کندهار سيمه ييزو مسوولين وايي چې په تېرو پنځو ورځو کې ۳۸ زره ۶۶۴ تنه چې ۶ زره ۱۳۸ کورنۍ کېږي؛ د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د مسوولینو په خبره دغه کسان هېواد ته له رستنېدو سره سم، د سپین بولدک د کډوالو چارو آمریت کې ثبت او راجسټر شوي دي. د معلوماتو له مخې؛ یاد کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه، د کډوالو نړیوال سازمان ته معرفي شوي دي. دغه راز، د سرپرست حکومت له لوري هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده. د خپرو شویو شمېرنو له مخې؛ په وروستيو څو ورځو کې، څه د پاسه ۳۰۰ زره هېوادوال د تورخم او سپين بولدک له لارو څخه هېواد ته راستانه شوي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

Sultani Admin
ADMINISTRATOR
PROFILE

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos