د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په هرات کې د وروستۍ پېښې له امله د ژورې خواشينۍ تر څنګ ویلي، چې هڅه کوي له زلزله ځپلو سره چټکې او بېړنۍ مرستې وکړي.د جاپان د بهرنیو چارو وزیرې یوکو کامیکاوا په یوې اعلامیې کې ویلي؛ جاپان چمتو دی چې د نړۍوالو مرستندویه ادارو په مرستې په
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په هرات کې د وروستۍ پېښې له امله د ژورې خواشينۍ تر څنګ ویلي، چې هڅه کوي له زلزله ځپلو سره چټکې او بېړنۍ مرستې وکړي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزیرې یوکو کامیکاوا په یوې اعلامیې کې ویلي؛ جاپان چمتو دی چې د نړۍوالو مرستندویه ادارو په مرستې په چټک ډول اړینې مرستې چمتو کړي.
یوکو کامیکاوا زیاتوي، چې دا مهال د هرات زلزله ځپلي عاجلې مرستې ته اړتیا لري او دوی د خپلې همکارۍ په اساس کولی شي، چې اغېزمنو سیمو او خلکو ته عاجلې مرستې ور ورسوي