په بغلان ولایت کې د بدني روزنې او سپورت آمریت په همغږۍ د وزلوبې فدارسیون له لوري د مرکز او ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ د وزلوبې د مني سیالۍ پیل شوې.د بغلان د بدني روزنې او سپورت آمر محمد امیر امیري وایي، چې د وزلوبې د مني سږنۍ لوبې به دوه ورځې دوام وکړي چې
په بغلان ولایت کې د بدني روزنې او سپورت آمریت په همغږۍ د وزلوبې فدارسیون له لوري د مرکز او ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ د وزلوبې د مني سیالۍ پیل شوې.
د بغلان د بدني روزنې او سپورت آمر محمد امیر امیري وایي، چې د وزلوبې د مني سږنۍ لوبې به دوه ورځې دوام وکړي چې د دې ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو ۵۰ نه تر ۶۰ چاپ اندازانو پکې برخه اخیستې.
نوموړي زیاته کړه چې د دې سیالیو موخه د غوره چاپ اندازانو په نښه کول او وزلوبې ته وده ورکول دي.
د بغلان د وزلوبې د فدراسیون مشر سردارخان موسی زوی وايي، چې دا لوبه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده او په وینا یې هر افغان باید خپل کلتور وساتي څو له یوه نسله بل ته انتقال شي.