امریکا کې د ډزو له امله ۸ تنو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي

امریکا کې د ډزو له امله ۸ تنو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي

یو شمېر امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ ( دوشنبه ۲۹ د اپریل) د شمالي کارولینا په شارلوت ښار کې پر امنیتي ځواکونو د ډزو له امله د امریکا د مارشال مرستیال په ګډون ۴ امنیتي سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.د امریکایي چارواکو په وینا؛ دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې،

یو شمېر امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې تېره ورځ ( دوشنبه ۲۹ د اپریل) د شمالي کارولینا په شارلوت ښار کې پر امنیتي ځواکونو د ډزو له امله د امریکا د مارشال مرستیال په ګډون ۴ امنیتي سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د امریکایي چارواکو په وینا؛ دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې امنیتي ځواکونه د یوه تورن کس د نیولو لپاره سیمې ته تللي وو او د همدغه تورن کس له استوګنځي پرې ډزې شوي دي.
د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، چې له ډلې یې د یوه روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

Posts Carousel

Latest Posts

Top Authors

Most Commented

Featured Videos