اروپايي ټولنې په افغانستان کې زلزله ځپلو او له پاکستان څخه د را ایستل شوو کډوالو د ملاتړ لپاره ۶۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړه. اروپايي ټولنې ویلي، چې په دې پیسو کې به ۶۰ میلیونه د بشري مرستو سازمانونو ته – چې په افغانستان کې کار کوي – ورکړي، او یو میلیون نورې به
اروپايي ټولنې په افغانستان کې زلزله ځپلو او له پاکستان څخه د را ایستل شوو کډوالو د ملاتړ لپاره ۶۰ میلیون یورو مرسته اعلان کړه. اروپايي ټولنې ویلي، چې په دې پیسو کې به ۶۰ میلیونه د بشري مرستو سازمانونو ته – چې په افغانستان کې کار کوي – ورکړي، او یو میلیون نورې به هغو ته وسپاري چې په پاکستان کې کار کوي. دغې ټولنې ويلي، چې په دې نوې مرستې به زلزله ځپلو ته د سرپناه، روغتیا، تغذیې او د اوبو اړتیاوې پوره شي.
اروپايي ټولنې دغه راز زياته کړې، چې د دې پیسو یوه برخه به د هغو افغان کډوالو پر ملاتړ ولګول شي چې له پاکستانه خپل هېواد ته ستنېږي