د یاد ولایت د عامې روغتيا ریاست مسوولین وایي، چې د شمال ختیځ زون په کچه دغه مجهز لابراتوار د یو.ان.ډي.پي. دفتر په مالي لګښت جوړېږي، چې د جوړېدو چارې یې پیل شوې او د دریو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کندز د عامې روغتيا رییس دغه لابراتوار د
د یاد ولایت د عامې روغتيا ریاست مسوولین وایي، چې د شمال ختیځ زون په کچه دغه مجهز لابراتوار د یو.ان.ډي.پي. دفتر په مالي لګښت جوړېږي، چې د جوړېدو چارې یې پیل شوې او د دریو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کندز د عامې روغتيا رییس دغه لابراتوار د کندز حوزوي روغتون لپاره ډېر اړین یاد کړی او له اړونده موسسو څخه یې غوښتنه کړې، چې د روغتیا په برخه کې دې له دوی سره همکاري وکړي. په ورته مهال د یاد ولایت ځایي چارواکو هم له نورو روغتیايي همکارو موسسو څخه غوښتنه کړې، چې له دوی سره همکاري وکړي.