په دې ناسته کې چې د اطلاعاتو او کلتور رياست کې ترسره شوه په باميانو کې د يوناما د دفتر رييسې سارا ديمول، دUNDP, UNHCR UNWOEN, UNFAO,UNICEF د دفترونو رييسانو ګډون کړی و.د بينالمللي مؤسسو مسؤلينو په خپلو خبرو کې وويل: دا مؤسسې ډېری په مرسته رسونه، کرنه، د ښځو خودکفايي او د طبيعي سرچينو
په دې ناسته کې چې د اطلاعاتو او کلتور رياست کې ترسره شوه په باميانو کې د يوناما د دفتر رييسې سارا ديمول، دUNDP, UNHCR UNWOEN, UNFAO,UNICEF د دفترونو رييسانو ګډون کړی و.
د بينالمللي مؤسسو مسؤلينو په خپلو خبرو کې وويل: دا مؤسسې ډېری په مرسته رسونه، کرنه، د ښځو خودکفايي او د طبيعي سرچينو په ساتلو کې فعاليت کوي.
د دې مؤسسو مسؤلينو د اطلاعاتو او کلتور له رئيس نه غوښتنه وکړه چې د هماهنګيو او د بشري فعاليتونو د تطبيق په برخو کې ورسره همکاري وکړي.
مولوي صفيالله رائد د ښه راغلاست تر څنګ د مرستو په وېش او په دې ولايت کې د زيربناوو په جوړولو د بينالمللي مؤسساتو له کړنو قدرداني وکړه او ويې ويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست په باميانو کې د کلتور جوړونې، د لرغونو سيمو ساتنې، د ځوانانو ملاتړ، د ګرځندوی صنعت وده او د اطلاع رسونې لپاره مهم او موثره فعاليتونه سرته رسولي او په راتلونکي کې هم ښې او موثره برنامې په پلان کې لرو.
ښاغلي رائد د مؤسساتو له مسؤلينو وغوښتل چې د ټولنيزو خدماتو په ارايه کولو او په بشري مرستو کې اړينې هماهنګۍ ولري ترڅو ډېری اړمند کسان ترې ګټه پورته کړي.