د لوبغاړو د پېر دغه مراسم د سې شنبې په ورځ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شول، چې افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی، محمدنبي او مجیب الرحمن هم بیلابیلو لوبډلو وپېرل. دا ځل لومړنی افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی و چې په خپل ټاکلی قیمت ۵۰ لکه هندي کالدارو د ګجرات ټایټانز لوبډلې واخیست.
د لوبغاړو د پېر دغه مراسم د سې شنبې په ورځ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شول، چې افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی، محمدنبي او مجیب الرحمن هم بیلابیلو لوبډلو وپېرل. دا ځل لومړنی افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی و چې په خپل ټاکلی قیمت ۵۰ لکه هندي کالدارو د ګجرات ټایټانز لوبډلې واخیست. راشد، نوین، فارقي، ګربز او نور احمد هغه لوبغاړي دې چې خپلو پخوانیو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي، له دې ۳ لوبغاړو سره د آی پي ایل په راتلونکي پړاو سیالیو کې به ۸ افغان لوبغاړي له بیلابیلو لوبډلو لپاره سیالۍ ترسره کړي. دا ځل د پېر په دې مراسمو کې په لوړه بیه د یوه لوبغاړي د اخستلو ريکارډ هم جوړ شو، د اسټرالیا چټک توپ اچونکی میچل سټارک د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په ۲۴ کروړه او ۷۵ لکه هندي کالدارو واخیست.