د ننګرهار ولايت خوړو او درملو ملي ادارې له لوري، له جلال اباد ښار څخه راټول شوي د سيرمو شپږ سوه او پنځوس زره بې کيفيته سيټونه د ۶۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د نهمې ناحيې اړوند سرخديوال سيمې په يو خوندي ځای کې وسوځول شول.د ننګرهار خوړو او درملو ادارې رئیس حافظ عبدالحی
د ننګرهار ولايت خوړو او درملو ملي ادارې له لوري، له جلال اباد ښار څخه راټول شوي د سيرمو شپږ سوه او پنځوس زره بې کيفيته سيټونه د ۶۵ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د نهمې ناحيې اړوند سرخديوال سيمې په يو خوندي ځای کې وسوځول شول.
د ننګرهار خوړو او درملو ادارې رئیس حافظ عبدالحی عباس وويل، چې د سيرمو دا سيټونه د درملو کاروباريانو له لوري له هند څخه را وارد شوي و، چې کيفيت خراب وو او نن يې د ګډ هيئت په حضور کې وسوځول. نوموړي وويل، چې د خوړو او درملو اداره دند لري، ترڅو د روغتيا ساتنې به موخه تاريخ تېره او بې کيفيته خواړه او درمل راټول او وسوځوي.
د خوړو او درملو ملي ادارې رئيس له سوداګرو وغوښتل چې با کيفيته توکي او درمل را وارد او د تاريخ له پوره کېدو وړاندې يې وپلوري. د يادونې ده، چې شاوخوا درې ورځې وړاندې هم يادې ادارې له لوري دوه ټنه تاريخ تېره او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل سوځول شوي دي.