د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې، پرون یې د ایران د اوسپنې پټلۍ له کنسرسیوم سره د خواف – هرات رېل پټلۍ د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړی دی. یادې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، ایران به د هوکړې پر بنسټ له دې لارې په لومړي کال کې ۱۰۰ زره ټنه توکي لېږدوي
د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې، پرون یې د ایران د اوسپنې پټلۍ له کنسرسیوم سره د خواف – هرات رېل پټلۍ د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړی دی. یادې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، ایران به د هوکړې پر بنسټ له دې لارې په لومړي کال کې ۱۰۰ زره ټنه توکي لېږدوي او دا کچه به هر کال ۱۰۰ زره ټنه نوره هم زیاتوي.