د بلخ د ټولګټو ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د نږدې ۵۰ کیلو متره سړک د بیا رغولو خبر ورکوي.د بلخ د ټولګټو چارو رییس محمد اکبر فیاض وايي، چې د دغه ولایت د مرکز مزار شریف له شهید سلیم چوک څخه د شولګرې ولسوالۍ تر بازاره د ټولګټو وزارت له بودجې څخه د
د بلخ د ټولګټو ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د نږدې ۵۰ کیلو متره سړک د بیا رغولو خبر ورکوي.
د بلخ د ټولګټو چارو رییس محمد اکبر فیاض وايي، چې د دغه ولایت د مرکز مزار شریف له شهید سلیم چوک څخه د شولګرې ولسوالۍ تر بازاره د ټولګټو وزارت له بودجې څخه د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د نږدې ۵۰ کیلو متره سړک د بیارغولو چارې پیل شوي، چې چارې به یې په ۴ میاشتو کې بشپړې شي.