د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شمال زون ته د خپل رسمي سفر پر دوام په سرپل ولایت کې ولسي غونډې ته وینا کړې ده. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادې غونډې ته ویلي چې د امنیت تأمین، عدالت، د علم انشعاب او د شريعت تنفیذ د نظام او له نظام څخه اطاعت، له
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شمال زون ته د خپل رسمي سفر پر دوام په سرپل ولایت کې ولسي غونډې ته وینا کړې ده.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یادې غونډې ته ویلي چې د امنیت تأمین، عدالت، د علم انشعاب او د شريعت تنفیذ د نظام او له نظام څخه اطاعت، له نظام سره همکاري او په خپلو منځونو کې یووالی د رعیت مکلفیتونه دي.
سرپرست وزیر زده کړیالانو ته په خطاب کې ویلي:« د غرب له تبلیغاتي جګړې مه متاثره کیږئ، هغوی په دې اندېښنه کې دي چې خپل شل کلن غربي ارزښتونه یې له لاسه ورکړل، ځکه یې د فکري جګړې ټول پام زموږ پر لور راګرځولی دی.»